IQNA

د ډنمارک افراطیانو بیا مصر او ترکیې د سفارتونو په وړاندې د قرآن کریم سپکاوی وکړ

6:28 - July 26, 2023
د خبر لمبر: 3487687
ایکنا-(ډنمارک) له یوې  اونۍ هم په کم وخت کې  په ډنمارک کې یوې افراطي ډلې بیا د   الهي  او آسماني کتاب قرآن کریم سپکاوی کړی او مسلمانان هماغه راز په محکومیّتونو او  د خولې په اعتراضونو بسنه  کوي.

ایکنا د عربی ۲۱ له قوله راپور راکړ،په ډنمارک کې  د ؛ډنمارکیان وطن پالو افراطي ډلې  پنځو وګړو په یو ځاي  پرون په سټاکهم کې د مصر د سفارت په وړاندې د قرآن  کریم دیوې نسخې  سپکاوی کړی دی .  چې دغې پیښې یو ځل بیا  د مسلمانانو غوسه او کرکه راپارولې ده او مصر هم بلاخره د ډنمارک سفیر خپل خارجه وزارت ته احضار کړی دی.

له یوې  اونۍ هم په کم وخت کې  په ډنمارک کې یوې افراطي ډلې بیا د   الهي  او آسماني کتاب قرآن کریم سپکاوی کړی او مسلمانان هماغه راز په محکومیّتونو او  د خولې په اعتراضونو بسنه  کوي.

همدغه شان  غمیزه  په سویډ کې هم په تیرې یوې میاشتې کې  دوه ځله پيښه شوې ده .د سویډ او ډنمارک په دغو جنایتونو باندې په سترګو پټولو سره یوازې په محکومیّت بسنه کړې، البته مدعي شوی چې  د بیان د آ زادۍ د ساتنې د مخصوصو قوانینو د درلودلو په دلیل   ددغه شان  کار خنډ نشي کیدلی.

https://iqna.ir/fa/news/4158041

captcha